د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې، د حقاني شبکې یو قوماندان وژل شوی دی.
یوه ځايې امنیتي چارواکي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا قوماندان ابوبکر نومېده او تېره شپه د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې د سیمې یوه اوسېدونکي بهران خان ویلي چې د حقاني شبکې د دغه قوماندان اصلي نوم عمر خان و چې د خوست ولایت اوسېدونکی و.
افغان او امریکايي چارواکي وايي، حقاني شبکه په افغانستان کې لوی او ډلهییز بریدونه کوي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د کابل د وروستي خونړي ټانکر بم برید پړه هم، پر حقاني شبکې اچولې ده.