د امریکا د جمهوري غوښتونکو او د ډموکراټ ګوندونو سناتورانو پرون دوشنبه ماښام پر هغې مسودې موافقه وکړه چې لهمخې یې پر روسیې نور بندیزونه لګول کېږي.
پر روسیې دا بندیزونه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو او پر اوکراین د تېري لهکبله لګول شوي دي.
د امریکا په انتخاباتو کې د لاسوهنو لهکبله پر روسیې د لګول شویو تحریمونو سره سم هغه ځانګړي افراد په نښه کېږي چې د روسیې د حکومت په ملاتړ یې د امریکا په انتخاباتو کې لاس وهلی دی.
د دواړو ګوندونو استازو د بهرنیو اړیکو او بانکدارۍ په کمېټو کې موافقه وکړه چې په قانون کې دا اصلاحات به پر ایران د بندیزونو له هغې ځنډېدلې لایحې سره ضمیمه شي چې هغه هم د بشري حقونو د سرغړونو او د ولسمشر بشار الاسد رژیم ته د وسلو د برابرولو لهکبله پر روسیې د بندیزونو سپارښتنه کوي.