وافق: افغان مېرمنو له ۶۶،۸ میلیونو ډالرو زیاته پانګونه کړې

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې اوس مهال افغان سوداګرې مېرمنې پر معیارونو برابر سوداګریز او صنعتي فعالیتونه کوي.

د دغې خونې مشرې منیژې وافق نن سې ‎شنبه ازادي راډیو ته وویل چې پخوا سوداګرو مېرمنو په دودیز ډول فعالیتونه مخ ته وړل چې دا یوه لویه ستونزه وه.

اغلې وافق زیاته کړه، له ۲۰۱۵ مېلادي کال راهیسې تر اوسه د افغانستان په کچه څه باندې ۸۰۰ افغان ښځینه سوداګرې لوی، متوسط او واړه تولیدي شرکتونه لري.

نوموړې وایي چې دغو ښځو له ۶۶،۸ میلیونو ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ۲۰۱۷ مېلادي کال د مارچ په ۱۲ مه پرانیستل شوه.