په روژه کې یو شمېر مېرمنې د خپلو نارینه وو لخوا له بد چلند، وهلو ټکولو او کنځلو سره مخ کېږي.
په افغانستان کې د کور کارونه او د ماشومانو روزنه د ښځو دنده ګڼل کېږي، خو دغه دنده بیا په روژه کې څو برابره شي که نور وخت مېرمنې له ملا اذانه تر ماسختونه بوختې وي په روژه کې بیا د پېشلمي د تیارولو لپاره اړې دي چې د شپې ډېره برخه په ویښه تېره کړي.
خو د دې ټولو کارونو بې خوبیو، لوږې تندې او د ماشومانو تر اخلي پخلی او نورو مسؤلیتونو له ګاللو سره سره یو شمېر کورنیو کې ښځې د نارینه وو له بد چلند سره مخ کېږي.
د پروګرام بشپړ اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ