له درملنې وروسته ۳۰ تنه روږدي "توپ مهر" شرکت ته معرفي شول
Your browser doesn’t support HTML5
د امید په نوم د فني او حرفوي مرکز نه ۳۰ تنه هغه کسان چې له دې وړاندې په مخدره موادو روږدي وو له درملنې او زده کړو وروسته د توپ مهر په نوم یو شرکت ته د کار لپاره معرفي شول. دغه مرکز په مخدره موادو هغه روږدو کسانو ته چې له دې وړاندې یې نشه یې توکي کارول او اوس له درملنې وروسته ښه شوي د بریښنا، موټر جوړولو، نلدواني او ځینو نورو برخو کې د زده کړو زمینه برابروي. د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي په دغه پروګرام کې وویل چې د یاد مرکز له کارونو به حکومت ملاتړ کوي. وېډیو او اېډېټ: ابراهیم صافی