پولیسو مسکو او سن پټرزبورګ کې څه باندې ۲۰۰مظاهره چیان نیولي

پولیسو په مسکو او سن پټرزبورګ ښارونو کې څه باندې ۲۰۰ مظاهره چیان نیولي دي.

په مسکو کې ۱۲۱ کسان د فساد ضد مظاهرې پر مهال نیول شوي دي چې په کې سیاسي مخالف الیا یاشین هم شامل دی.

په سن پټرزبورګ ښار کې ۱۳۷ کسان نیول شوي دي.

دا مظاهرې د سیاسي مخالف الکسي ناوالني له خوا تنظیم شوې وې چې نن په مسکو کې په خپل کور کې له مظاهرو شېبه مخکې د پولیسو له خوا ونیول شو.

د مظاهره چیانو له ډلې یو کس چې بوریسینکو نومېږي د پولیسو له منګولو هم تښتیدلی د مظاهرې په اړه داسې وویل:

"زه نن دلته د دې لپاره یم چې په روسیه کې فساد اوج ته رسېدلی دی. په ایسلنډ کې صدراعظم د فساد په خاطر ګوښه کېږي خو زموږ صدراعظم ډیمیټري مېدوېدېف په لویو قضیو کې لاس لري اما تر اوسه نه دی لېرې شوی. دا د هېواد د پرمختګ وژنه ده."

په مسکو کې د مظاهرې پر مهال ګاز هم کارول شوي خو نوعیت یې نه دی معلوم.

د ښار په سر څرخي الوتکې هم ګرځي راګرځي.

د سایبریا په دوو ښارونو کې هم نن له غرمې مخکې یو شمېر مظاهره چیان نیول شوي و.