د شخړو د هواري کمېسیون پکتیکا کې تر سلو زیاتې شخړې هوارې کړي

د شخړو د هواري کمېسیون په پکتیکا کې تر سلو زیاتې شخړې هوارې کړي دي.

د دغه کمېسیون مشر محمد رسول عادل پرون دوشنبه په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د ولایت له مرکز او ولسوالیو په سلګونو کسانو د خپلو دعوو د حل لپاره مراجعه ورته کړې او دوی توانېدلي چې په یوه کال کې تر سل زیاتې شخړې حل کړي.

ده دا هم وویل چې کمېسیون یې په زرګونه جریبه ځمکه چې خلکو پرې دعوې لرلې، بېرته مستردې کړي دي.

د ښاغلي عادل په وینا د شخړو د هواري کمېسیون د نورو ارګانونو په تفاهم د خلکو ستونزې او دعوې حلوي.

دا کمېسیون تېر کال په پکتیکا کې جوړ شو.