د دوشنبې په ورځ په خوست کې د یو شمېر رسنیو خبریالانو او مسؤلینو له ملکي او پوځي ادارو وغوښتل چې ولسوالیو او ناامنو سیمو ته دې د تګ پر مهال د هغوی د ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
دوی معلوماتو ته په لاسرسي کې ځنډ د یو شمېر رسنیو کمزوری اقتصادي حالت او د مسؤلینو لهخوا د ځنیو خبریالانو سره توپیري چلند هم د هغو ننګونو په توګه یاد کړ چې رسنۍ او خبریالان یې په خپل کاري ډګر کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ملکي او پوځي ادارو استازو سره د خبریالانو او رسنیو د مسؤلینو د همغږۍ او ستونزو شریکولو یاده غونډه د خوست مېډیوټیک دفتر لهخوا بلل شوې وه.
بلخوا د خوست د ولایت مقام په استازیتوب د بشري سرچینو رئيس نقیبالله متونوال هم ډاډ څرګند کړ چې د ژورنالیستانو د خوندیتوب، هغوی ته د معلوماتو د لاسرسي او د رسنیو پر وړاندې د ځینو ځايي مسؤلینو لهخوا احتمالي دوه ګونی او توپیري چلند پای ته ورسوي، تر څو لهدې لارې د ادارو او رسنیو تر منځ باور او همکاري پیاوړې شي.