ولسي جرګې د ولسونو د يووالي یوه طرحه تصویب کړه

د افغانستان ولسي جرګې په نظام کې د اصلاحاتو او د ولسونو تر منځ د يووالي په هدف ۱۱ ماده‎ییزه طرحه تصویب کړه.

د ولسي جرګې غړی حاجي ظاهر قدیر چې د دغې طرحې د جوړولو د کمېټې مشري کوي، د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د يادې طرحې د وړاندې کولو پر مهال وویل:

"د سیاسي ثبات، ملي وحدت، د اسلامي اخوت او د يو واحد نظام د ټينګښت او خورو ورو ادارو او جوړښتونو ته په پام سره، دغه طرحه د تصویب لپاره وړاندې کوو."

ياده طرحه د ولسي جرګې له لوري وروسته له هغه تصویبېږي چې کابل په دې وروستیو کې د خونړیو پېښو او له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو شاهد و چې له امله‎يې لا هم د کابل ښار واټونه د ترافیکو پر مخ تړلي دي.