ایراني رسنۍ وایي، پولیسو ۴ تنه له داعش ډلې سره د تړاو په تور وژلي

ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې پولیسو څلور تنه له اسلامي دولت نومې ډلې سره د تړاو په تور وژلي دي.

د ایران د جنوبي ولایت هرمزګان د پولیسو مشر عزیزالله مالکي ویلي چې سرتېرو یې دا «ترورېستان» په رودان ښارګوټي کې تر ډزو یوه ورځ وروسته وژلي دي.

مالکي ویلي، د اسلامي دولت ډلې بیرغ، څلور میله وسلې، مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي له‎دې کسانو ترلاسه شوي دي.

په ایران کې تېره اوونۍ د روح‎الله خمیني په مقبره او د پارلمان په ودانۍ انتحاري حملې او ډزې وشوې چې ګڼو کسانو ته‌یې مرګ ژوبله واوړله.