د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مسؤلین وایي چې ولسمشر د صنعتکارانو د فعالیتونو د پراختیا په هدف د صنایعو خونې جوړول منظور کړی دی.
د دغې ټولنې مشر شیرباز کمینزاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې خونې په جوړېدو سره به د صنعتکارانو ډېرې ستونزې هوارې او کارونه او فعالیتونه بهیې پراخ شي.
ښاغلی کمینزاده وايي چې د ملي وحدت حکومت تل هڅه کړې چې افغان صنعتکارانو ته د دوی د هڅونې په خاطر لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.