الکوزی: کابل کې تحصن هره ورځ سوداګرو ته ۲ میلیونه‌ ډالره زیان اړوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، په کابل ښار کې د تحصن د خیمو له کبله لویو او وړو سوداګرو ته د ورځې ۲ میلیونه ډالره زیان رسېږي.

د دغې خونې مرستیال خان‌ جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې له کومې ورځې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې د اعتراض کوونکو له‎خوا د تحصن خیمې درول شوي، سوداګرو ته ۲۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی چې تېره ورځ‌يې دا موضوع له ولسمشر سره هم شریکه کړه.

د ښاغلي الکوزي په خبره، دا یوه جدي موضوع ده او که‌یې ژر تر ژره مخه ونه‌نیول شي، سوداګر، پانګه‌وال او په ټوله کې خصوصي سکټور او د هېواد اقتصادي وضیعت به لا زیامن کړي.