حقمل: میدان وردګو کې ځینې زده کوونکې احتمالي مسمومې شوي

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې نن دوشنبه تر غرمې مخکې یو شمېر شاګردان تر احتمالي مسمومیت وروسته روغتون ته انتقال شوي دي.

د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته دا احتمالي مسمومیت یاد کړ او ویې ویل چې ۲۲ شاګردان چې ۱۸ یې نجونې دي، له دې پېښې روغتون ته انتقال شوي، څو درملنه یې وشي.

ښاغلي حقمل وویل:

"متأسفانه زموږ ۲۲ زده کوونکي د میدان وردک ولایت د بهسود ولسوالۍ په پای‎هلمند لېسه کې په مشکوک ډول مسموم شوي دي، له پېښې وروسته سمدستي شاګردان روغتون ته انتقال شوي دي، د ګرمۍ په رارسېدو سره دا پېښې زیاتې شوي، خو لاهم موږ یې په اصلي لامل نه پوهېږو."

تېره اوونۍ بیا د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰ نجونې مسمومې شوې وې.

په ولایتونو کې ځینې خلک ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ مخه نیسي.