د ننګرهار په خوګیاڼو کې د هيروئينو درې کارخانې له‌منځه وړل شوي

په ننګرهار کې د هيروئينو درې کارخانې له‌منځه وړل شوې دي.

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، د خوګياڼو ولسوالۍ سترې ترمۍ سیمه کې تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د نشه‎يي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت ځانګړو ځواکونو عمليات کړي او په ترڅ کې‎ يې د هيروئينو درې کارخانې له‌منځه وړي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغو عملياتو درې ساعته دوام کړی او پر مهال‎يې بېلابېل ډوله نشه‎يي توکي او کیمياوي مواد هم له‌منځه وړل شوي دي.

نوموړی وايي، د دې عملیاتو پر مهال کوم چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.