عبدالله: د ۲ امنیتي چارواکو د دندو تر ځنډ وروسته به تحصن ختم شي

د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هیله ښيي چې د کابل د دوو لوړپوړو امنیتي چارواکو د دندې تر ځنډولو وروسته به په ښار کې د ځینو معترضینو تحصن ختم شي.

د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون یکشنبه د کابل د ګارنېزیون عمومي قوماندان جنرال ګل‎نبي احمدزي او د کابل امنیه قوماندان جنرال حسن‎شاه فروغ دندې وځنډولې.

ښاغلي عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو شورا د اوونیزې غونډې په پیل کې دا هم وویل چې په کابل کې د وروستیو پېښو په اړه تحقیقات روان دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان لویې څارنوالۍ پرون پرېکړه وکړه چې د تحقیقاتو د بې‎طرفۍ د خوندیتوب لپاره د کابل د دوو امنیتي پوځي چارواکو دندې وځنډوي، د تحقیقاتو نتایجو ته په کتو به بیا نورې پرېکړې ونیول شي."

د کابل د دوو لوړپوړو امنیتي مقاماتو د دندې له ځنډولو جمهوري ریاست هم هرکلی کړی و.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي پرون په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د جنرال ګل‎نبي احمدزي او جنرال حسن‎شاه فروغ دندې د کابل د وروستیو پېښو په تړاو تر یو لړ څېړنو وروسته ځنډول شوې دي.