د کونړ امنيه قوماندان وایي، د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې داعش یا اسلامي دولت ډلې خپل فعالیتونه پیل کړي او په خبرهیې چې په دغو ولسوالیو کې روزنیز او د جلب او جذب مرکزونه هم لري.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعهګل همت د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغې ډلې د کونړ په یو شمېر لیرې او نېږدې سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
همت زیاته کړه:
"دوی په مزار دره کې هم خپل فعالیتونه شروع کړي، یعنې تهاجمي فعالیتونهیې د جلب او جذب له حالته راوتلي، په وټهپور، په پېجدرې او ناړۍ ولسوالۍ کې يې هم فعالیتونه پیل کړي دي."
جمعهګل همت وايي، د داعش وسلهوالو سره بهرني روزونکي او جنګیالي هم موجود دي.
ښاغلی همت ادعا کوي:
"دوی سره پنجابیان هم شته او د «ای. اس. ای» په مستقیم دستور رهبري کېږي، د دې تر څنګ ورسره چیچینایان او عربان هم شته، دوی د عربانو او پاکستانیانو لهخوا تمویلېږي، دا اوس دوی په ناړۍ ولسوالۍ کې د نرنګ په مرکزونو شروع کړې ده چې هلته د «ای. اس. ای» اداره او پجابیان په دې کې دخیل دي، په شمول د ۷ نفرو عربانو او چیچینایانو چې دوی ته روزنه ورکوي."
خو جمعهګل همت وایي چې د دغې ډلې د ځپلو او نیولو لپاره پوره چمتووالی لري.
په تېر کال کې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې داعش یا اسلامي دولت وسلهوالې ډلې سر راپورته کړ، هلته د افغان ځواکونو او یادې ډلې تر منځ مخامخ نښتې هم شوي چې پهکې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې، له دغو جنګونو او سختو بمباریو وروسته دغې ډلې کونړ ته مخه کړه او دلتهيې خپل فعالیتونه پیل کړل.
د ښاغلي همت د دغو ادعاو په اړه تر اوسه پاکستان او یا کومې خپلواکې سرچینې نظر نهدی څرګند کړی، خو وړاندې له دې پاکستان تل د افغانستان لهخوا تورونه رد کړي دي.
راپور: روحالله انوري