اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ملي يووالي حکومت مشران پهخپلو چارو کې پاتې راغلي او خلک حق لري چې نیوکې پرې وکړي.
ښاغلي عبدالله چې ننيې د وزیرانو شورا په غونډه کې خبرې کولې وویل چې د ملي يووالي حکومت يو لړ کارونه کړي خو د ولس اړتیاوو ته په کتو دغه کارونه کافي نهدي.
ښاغلی عبدالله زیاتوي:
"زما بحث دلته اصلاً سیاسي نهدی، زما بحث په حکومتوالۍ دی چې موږ پهکې پاتې راغلي یو، د ملي يووالي حکومت پهکې پاتې راغلی، کارونه شوي خو کافي نهدي، موږ نهشو کولای چې خپل ټسټ خلکو ته د کاغذ پر مخ ورکړو ځکه دا موږ د کاغذ پر مخ لیکلي او خلکو ته ووایو چې تاسو خوښ اوسئ."
په دې وروستیو کې د ناامنیو او يو لړ نورو ستونزو له کبله د خلکو او سیاسي ډلو لهخوا په حکومت نيوکې ډېرې شوي او دوی په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.