په کابل د اعتراض کوونکو او حکومت ترمنځ د ولس د منځکړیتوب کمېسیون وايي چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اعتراض کوونکو له خوا د تحصن خیمې نن د یاد کمېسیون په حضور کې ټولې شي.
د یاد کمېسیون یو غړی ګل پاچا مجیدي وايي چې د دې تر څنګ په یوې ۱۲ ماده ییزې طرحې هم توافق شوی دی.
ښاغلي مجیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې اعتراض کوونکو هم دا موضوع منلې ده.
له نوموړي سره زموږ همکار اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د دغو نویو اقداماتو په اړه ترې پوښتلي دي:
Your browser doesn’t support HTML5