د مولداوي په پلازمېنه کیشیناو کې پرون زرګونه مظاهرهچیان د حکومت پر ضد او ملاتړ د ښار واټونو ته راووتل.
یوه ډله مظاهرهچیانو د مولداوي د انتخاباتو په سیسټم کې د بدلونونو د طرحې پر ضد او بلې ډلې د هغې په پلوي غږ اوچت کړ.
دا بدلونونه د اروپايي ټولنې د حقوقي چارو کارپوهانو بېځایه او ناسم بللي دي.
په پام کې ده د وینیس کمېسیون چې د اروپايي شورا اړونده د حقوقي چارو مشورتي ټولنه ده د جون په ۱۶مه نېټه په دې اړه پرېکړه وکړي چې ایا د مولداوي په انتخاباتي سیسټم کې هغه بدلونونه ومني که نه؟ چې طرحهیې د بهرنیو کارپوهانو له څېړنې وروسته وړاندې شوې او د دې ټولنې په وینا د سیاستوالو او پانګهوالو د ګټو تر اغېز لاندې راتلی شي.
انتقاد کوونکي وايي، دا بدلونونه، د پانګهوال ویلادیمیر پلاتونیک په مشرۍ د ډموکرات ګوند په ګټه دي، خو پلویانیې وايي، نوی سیسټم به د قانون جوړوونکو او رأی ورکوونکو تر منځ اړیکې تر پخوا پیاوړې کړي.