د فرانسې په پارلماني انتخاباتو کې د مکرون منځلاری ګوند مخکې دی

د فرانسې د پارلماني انتخاباتو لومړني نتایج ښيي چې د ولسمشر امانوئل مکرون اړوند منځلاری ګوند مخکې دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته په داسې حال کې چې په سلو کې ۴۶ رأیې شمېرل شوې وې وویل، د ولسمشر مکرون د خوځند جمهوریت ګوند د پارلمان د ۵۵۷ څوکیو په سلو کې ۲۶ او د جمهوري غوښتونکو محافظه‌کار ګوند په سلو کې ۱۶ ګټلي خو د ښي اړخو تنُدلارو ملت‌پالو ګوند-ملي جبهې په سلو کې ۱۴، د تُندلارو کیڼ اړخو ګوند په سلو کې لس او سوسیالېستانو په سلو کې اووه ګټلي.

د فرانسې د انتخاباتي ادارو اټکل کړی چې ښايي د مکرون ګوند په پارلمان کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي.

مکرون د مې په اوومه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې خپلې سیالې د تُندلارو ملت‌پالو کاندیدې مارین لوپېن ته په آسانۍ سره ماته ورکړه.