پنټاګون وايي چې د امریکا پوځ په سومالیا کې له القاعده شبکې سره د تړلې الشباب ډلې پر ضد هوايي حمله کړې ده.
د امریکا دفاع وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې دا بمباري د پلازمېنې موګادیشو د جنوب لوېدیځ په ۳۰۰ کېلو متره واټن کې شوې ده.
تر اوسه معلومه نهده چې په دې بمبارۍ کې به څوک او څومره کسان مړه او ټپیان شوي وي او د پنټاګون په بیان کې هم په دې اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي خو د پنټاګون بیان یادونه کوي چې پر الشباب بمباري پر سومالیایي ځواکونو د دې ډلې د وروستي برید او نورو ترورېستي فعالیتونو له کبله شوې ده.
د سومالیا د ولسمشر دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، ولسمشر محمد عبداللهي محمد د سومالیا ځانګړو ځواکونو ته د نړیوالو متحدانو په مرسته د الشباب پر ضد د حملې اجازه ورکړه.