غني روانه اوونۍ کابل کې د امنیت د ټینګښت په اړه سلا ته ځانګړې کړې

ولسمشر اشرف غني وايي چې روانه اوونۍ یې په کابل کې د امنیت د ټینګښت په اړه سلا مشورو ته ځانګړې کړې ده.

د ارګ د رسمي وېب‌پاڼې د راپور له مخې ولسمشر غني پرون د کابل د ولایتي شورا له غړو سره په کتنه کې وویل چې په پلازمېنه کې د امنیت د ټینګښت په اړه به په روانه اوونۍ کې د ولس او مدني ټولنو له استازو سره سلا مشورې وکړي.

سرچینه د ولسمشر غني له قوله زیاتوي چې له دې سلا مشورو وروسته به د یوې اجماع په رڼا کې د کابل ښار لپاره امنیتي پلان جوړ کړي.

د جمهوري ریاست وېب‌پاڼه خبر ورکوي چې د کابل د ولایتي شورا رئیس سید عبدالرحمان هاشمي له ولسمشره وغوښتل چې کابل ښار باید له خپل‌سرو وسله‎والو څخه پاک شي.