په روسیه کې د یوه بس د چپه کېدو په نتیجه کې لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي.
چارواکو ویلي دا ترافیکي پېښه تېره شپه د ارکوتسک او چیتا ښارونو تر منځ لویه لاره باندې شوې ده.
خو د روسې تاس خبري اژانس په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۱ او د ټپیانو شمېره ۴۰ یاده کړې ده.
د روسيې د بېړنیو چارو وزارت نن وویل چې په دې پېښه کې ۲۰ کسان ژوبل شوي دي.
روسي چارواکو ویلي دې بس ۵۱ ارتودوکس زیارت کوونکي انتقالول.