ایران قطر ته‎ له خوراکي موادو ډکې پنځه الوتکې استولي

د ایران د هوايي چلند اداره وايي، قطر ته‎یې له خوراکي موادو ډکې پنځه الوتکې استولي دي.

قطر د بندیزونو په سبب د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دی.

د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند شاهرخ نوش‎ابادي وویل، اوس مېوه او سبزیجات قطر ته استول شوي او وروسته به د ورځې په اوږدو کې نور مواد هم واستول شي.

سعودي‎عربستان، بحرین، عربي متحده اماراتو او ځینو نورو هېوادونو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې له قطر سره هر ډول اړیکې پرې کوي.

دغو هېوادونو قطر تورن کړی چې اسلامي وسله‎والې ډلې او د یادو هېوادونو دښمن ایران نه ملاتړ کوي.

دا تورونه قطر بې‎ځایه بللي دي.

قطر د امریکا متحده ایالتونو پخوانی لوی څارنوال جان ګمارلی، څو د یادو تورونو په وړاندې دفاع وکړي.