په پاکستان کې نن یکشنبه دوه پولیس افسر د یوه حمله کوونکي په ډزو کې وژل شوي دي.
دا پولیس د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د یوه حمله کوونکي لهخوا چې په موټرسایکل سپور و، هدف ګرځول شوي دي.
حمله کوونکي په تلاشۍ کې په پولیسو ډزې کړي چې یو پولیس ځای پر ځای وژل شوی او دوه نور ټپيان وو.
د ټپیانو له ډلې یوه وروسته ساه ورکړې ده.
چا سمدستي د دې حملې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
په بلوچستان ایالت کې چې طبیعي منابع لري، بېلابېلې ډلې وسلهوال فعالیتونه کوي او دا ایالتیې نا امنه کړی دی.