جوزجان او بادغیس ته د ترکمستان وارداتي برېښنا ورکول کېږي

د افغانستان د برېښنا ریاست مسؤلین وایې، په پام کې ده چې د جورجان او بادغیس ولایتونو د اوسېدونکو د برېښنا د ستونزې د هواري په هدف، د یادو ولایتونو یو شمېر ولسوالیو ته له ترکمنستان هېواد څخه وارداتي برېښنا ورکړل شي.

د یاد ریاست ویاند وحیدالله توحیدي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د برېښنا د لېږد دغه چارې به د روان مېلادي کال تر ورستیو پورې بشپړې شي.

د ښاغلي توحیدي په خبره، برېښنا شرکت هڅه کوي چې د افغانستان په هر ګوټ کې چې وي، د برېښنا له له اړخه د خلکو ستونزې ور هوارې کړي.

د یادونې ده چې په ډېرو ولایتونو کې یو شمېر فابریکې او دغه شان د کسب‎ګرو کارونه د برېښنا د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ دي چې د برېښنا د منظم ویش په صورت کې به خپل فعالیتونه پراخ کړي.