د کابل امنيه قومانداني وايي چې درې تنهيې د شل کېلو ګرامه هېروئينو د قاچاق په تور نيولي دي.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته وويل، دا مواد په يوه لنډکروزر موټر کې له بدخشان ولايت څخه کابل ته راوړل شوي چې د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۱ نمبر اسمايي قوماندانۍ مربوط د نشهيي موادو پر ضد مبارزې مديريت د پوليسو لهخوا ونيول شول.
ښاغلي مجاهد زياته کړه چې درېيو واړو قاچاق وړونکو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او پوليسو تهيې ويلي چي غوښتليې دا نشهيي مواد په کابل کې د پرچون په ډول خرڅ کړي.