مجددي: حالاتو ته په کتو د حکومتي چارواکو استعفا مناسبه نه‌بولم

د افغانستان د جهادي او ملي احزابو شورا په کابل کې له تحصن کوونکو وغوښتل چې د لارو بندول پای ته ورسوي.

د دې شورا مشرتابه نن یکشنبه په همدې اړه په کابل کې غونډه وکړه.

د جهادي او ملي احزابو د شورا په استازیتوب پخواني ولسمشر صبغت‌الله مجددي وویل:

"زه د یوه مصلح سپین‎ږیري په توګه له تاسو غواړم چې په دې روژې میاشت کې د خلکو په مخ د لارو له بندولو لاس واخلئ، همداراز اوسنیو پېښو او حالاتو ته په کتو، دا مناسبه نه‌بولم چې د حکومت لوړپوړي چارواکي له دندو لیرې کړای شي."

په کابل کې یو شمېر خلکو له وروستیو خونړیو حملو وروسته، له تېرې جمعې راهیسې د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر عمومي واټونو خیمې درولي او د لوړپوړيو حکومتي مشرانو استعفا غواړي.

دوی چارواکي خلکو ته د امنیت په ټېنګښت کې ناکامه بولي.