د هلمند ولایت په څلورو ولسوالیو کې پوځي عملیات پيل شوي دي.
د هلمند والي حیاتالله حیات وایي، دغه عملیاتیې په سنګین، نادعلي، ګرمسیر او مارجې ولسوالیو کې پيل کړي دي.
حیات نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د قاطع ملاتړ مأموریت له دوی سره د هوا له لارې مرسته کوي.
ده زیاته کړه د خالد په چوکاټ کې د «میوند درې» په نوم دغه عملیات به په یادو ولسوالیو کې د هغو سرتېرو او کمپونو لارې خلاصې کړي چې د تېر یوه کال راهیسې د وسلهوالو په محاصره کې دي.
د هلمند د ولایتي شورا غړي بیا وایي چې د دغو عملیاتو پر مهال باید د ملکي خلکو سر او مال ته زیان وانهوړي.
د مارجې څخه ځينو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چي دغه عملیات د ډراب او اوبو د ژرندو په سیمه کې د وسلهوالو د کلک مقاومت سره مخامخ شوي دي.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د دغو عملیاتو په اړه څه نهدي ویلي.