امریکايي چارواکو په ننګرهار کې د خپلو ۳ عسکرو وژل کېدل تائید کړل

امریکايي چارواکو تائید کړه چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه افغان کومانډو پر امریکايي عسکرو ډزې کړي او درې امریکايي عسکر یې وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند اعطاالله خوګیاڼي پرون شنبه رسنیو ته وویل چې پېښه د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو پوځي عملیاتو پر مهال شوې ده.

د خوګیاڼي په وینا، په دې حمله کې دوه امریکايي عسکر زخمیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو د حملې مسئولیت اخیستی دی.

د ننګرهار ولایت ویاند د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې حمله کوونکی په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

د امریکا پوځ ویلي چې له پېښې خبر دي او په مناسب وخت کې به‌یې په اړه نور معلومات وړاندې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر پرون وویل چې د ملي امنیت ډلې ولسمشر ډونالد ټرمپ ته په افغانستان کې پر روان وضعیت معلومات ورکړي دي.