خوګیاڼی: ننګرهار کې یوه افغان سرتېري دوه امریکايي سرتېري وژلي

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه افغان کومانډو څلور امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي چې یوه افغان کومانډو تېره ورځ د اچین ولسوالۍ د کن‌‌‌‌‌‌ډرو په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو برید کړی چې په پایله کې یې دوه امریکايي عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي یاد کومانډو هم د بهرنیو ځواکونو په متقابل ‌‌‌‌‌‌ډزو کې وژل شوی.