امریکا او روسیې په سوریه کې د خوندي زون رامنځته کېدو په اړه خبرې کړي

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې چارواکو په سوریې کې د یوه خوندي زون د رامنځته کېدو په اړه خبري کړي دي.

دا خبره لوېدیځو ډیپلوماتانو او سیمه ییزو چارواکو کړې ده.

رویترز خبري اژانس د سیمه ییزو چارواکو او ډیپلوماتانو له قوله چې نومونه یې نه دي اخیستي وایي، د سوریې لپاره د امریکا او روسیې ځانګړيو استازو مایکل ریتني او الکساندر لاورینتیف او نورو چارواکو په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه دوه ځله سره کتلې او ښایې بیا هم په دې اړه خبري سره وکړي.

وال سټریټ ژورنال ویلي وروستۍ لیدنه د اردن په پلازمېنه عمان کې شوې او اردني چارواکي هم پکې شامل وو.

ډیپلوماتان وایي د سوریې په جنوب لوېدیځ ښار درعا کې د خوندي زون د محدودې په اړه خبري په لومړیو پړاوونو کې دي.

روسیې، ایران او ترکیې په مې میاشت کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د هغه توافق منځګړیتوب وکړ چې له مخې یې د سوریې په څو سیمو کې خوندي زونونه جوړېږي.