ایراني چارواکو په تهران کې د روانې اوونۍ د دوو بریدونو په تړاو لږ تر لږه اووه مشکوک کسان نیولي دي.
دا خبره د ایران دولتي رسنیو کړې ده.
ایرنا خبري اژانس د البرز ولایت قاضي القضات احمد فاضلیان له قوله ویلي چي دغه اووه تنه له تروریستي ډلې سره په همکارۍ تورن دي.
دغه کسان د البرز په فردیس سیمه کې نیول شوي دي.
د جون د اوومې نېټې بریدونو چې د ایران پر پارلمان او د امام خمیني پر مقبرې ترسره شول، د اسلامي دولت ډلې یا داعش مسؤلیت منلی دی.
په هغو بریدونو کې ۱۷ تنه ووژل شول او تر پنځوسو ډېر ټپیان شول.
د جمعې په ورځ هم ایراني چارواکو ویلي وو چې د دغو بریدونو په تړاو یې یو څلوېښت مشکوک کسان نیولي دي.
د ایران استخباراتي چارواکي وایي، پنځه تنه چې په برید کې ښکېل وو، ایرانیان و چې په سوریې او عراق کې له اسلامي دولت ډلي سره یوځای شوي و.