ارزګان کې اته شنې خونې ګټې اخیستې ته وسپارل شوې

په ارزګان ولایت کې نن د شنبې په ورځ د ۲۹میلیونه افغانیو په لګښت
شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي د دغه شنو خونو د ګټې اخیستنې پرمهال رسنیو ته وویل چې یادې اته خونې چې په یو یو جریبه ځمکه کې جوړې شوي چې لګښت يې د تغییر اقلیم برنامې مؤسیسې له لوري ورکول کېږي.

نوموړي وویل چې ارزګان د کرنې لپاره مناسب چاپېریال او پراخې اوبه لري او دوی غواړي چې په دغه ولایت کې د کرنې په برخه کې لا ډېر کار وکړي څو له یوې خوا خلکو ته کار پیدا کړي او له بلې خوا ارزګان د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.

له بلې خوا کروندګر هم له دغه ډول پروژو خوښ دي او وايي چې دوی به وکولای شي چې له دې لارې خپل د ورځني ژوند اړتیاوي پوره کړي.