د قطر د سرې میاشتې لهخوا د نورستان په مرکز پارون کې په ۳۳۴ بېځایه شویو کورنیو د خوراکي موادو مرسته وویشل شوه.
په دغه مرسته کې چې اوړه ،غوړي وریجې او نور شیان پهکې شامل وو، په هغو کسانو وویشل شول، کوم چې له خپلو ولسوالیو څخه د جګړو له امله پارون ته کډه شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د یادو مرستیو د وېشلو پرمهال د قطر د سرې میاشتې له مسؤل شېخ احمد عثماني څخه د مننې تر څنګ وویل چې په ډېرو سختو شرایطو کېیې د دغو خلکو لاسنیوی وکړ.
همداشان په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مشر شېخ احمد عثماني د نورستان والي او خلکو ته ډاډ ورکړ چې په راتلونکې کې به هم له جنګځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د نورستان په کامدېش، برګمټال او وانټوایګل ولسوالیو کې د جګړو او یو شمېر نورو ستونزو له امله یو خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او نن سبا د یاد ولایت په مرکز کې د ژوند شپې ورځې تېروي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.