په ننګرهار کې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د اوبو رسولو ۵ ستر سربندونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس شاکرالله نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د اوبو رسولو درې سربندونه په درهنور او دوه په بهسود ولسوالۍ کې جوړېږي.
دغه سربندونه د کرنې ریاست په مالي ملاتړ، د ۵۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
د معلوماتو له مخې، هر سربند به په ورځ کې په منظم ډول ۱۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه کړي چې د کرنې برخه او د بزګروانو اقتصادي وضعیت به ورسره د پام وړ بدلون ومومي.