د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین له افغان حکومت او معترضینو غواړي، څو ژر تر ژره د خلکو پر مخ لارې پرانېزي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو اتو ورځو راهیسې د کابل اکثره واټونه او څلور لویې لارې د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا ستونزه د دې لامل شوې چې له یوې خوا نرخونه لوړ شي او له بلېخوا په ورځ کې خصوصي سکټور له یونیم مېلیون ډالرو تر دوو مېلیون ډالرو زیان وویني."
ښاغلی پسرلی وايي، که وضعیت همداشان دوام وکړي، سوداګر به تر دې زیات زیانمن او په هېواد کې دننه به له سوداګریزو فعالیتونو زړه ماتي شي.
په کابل کې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې له خونړي برید ورسته، د اعتراضونو په دوام، د ښار ډېری واټونه او څلور لارې د خلکو او ټرافیکو پر مخ تړل شوي دي.