ټرمپ د شلو سترو صنعتي هېوادونو تر غونډې مخکې پولنډ ته ځي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ به مخکې تر دې چې په جرمني کې د جولای په میاشت کې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادوو په غونډه کې برخه واخلي، پولنډ ته ورشي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې دا سفر د دې څرګندونه کوي چې پولنډ په اروپا کې د امریکا یو له نېږدې ملاتړیو څخه دی، همداراز د امریکا حکومت د ناټو ګډې دفاعي پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر ټرمپ به د پولنډ د سفر پر مهال وینا وکړي او دی به د جولای په شپږمه او اوومه د مرکزي، ختیځې او جنوبي اورپا د یو شمېر هېوادو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو یا جي شل د مشرانو غونډه بیا د جولای په اوومه او اتمه په هامبورګ کې ده.