د بریتانیې پولیس: د تېرې اوونۍ له حمله کوونکي سره پطرولي بمونه و

د بریتانیا پولیس وایي، له هغه برید کوونکي سره چې تېره اوونۍ یې په لندن کې اته تنه ووژل، یو شمېر پطرولي بمونه و.

پولیس وایي، دې سړی هڅه کوله چې یوه لویه لارۍ کرایه کړي او ډېر پلي خلک پرې لاندې کړي.

د پولیسو په وینا په دې برید کې چې د «لندن بریج» په سیمه کې وشو دا ممکنه وه چې خلکو ته تر اوښتي زیان ډېر زیان واوړي.

پولیس وایي، په هغه موټر کې یې دیارلس بوتلي بمونه چې له چاودېدونکو اوبلنو موادو ډک و، موندلي دي چې برید کوونکي کرایه کړی و.

د جون په درېیمه درې تنو په خپل موټر په لندن کې پر لارویانو برید وکړ بیا یې پر چاقو پر پلیو کسانو حمله وکړه خو پولیسو دوی وویشتل.

پولیس وایي، برید کوونکي خرم شهزاد بټ هڅه کوله چې یوه اووه نیم ټنه لارۍ کرایه کړي، خو دی د لارۍ پر کرایي نه و جوړ شوی.