ټرمپ وايي د ناټو تړون پنځمې مادې ته متعهد دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې د ناټو تړون پينځمې مادې ته چې وايي د تړون پر یوه غړي حمله، پر ټولو غړو حمله ګڼل کېږي، په بشپړ ډول متعهد دی.

ولسمشر ټرمپ پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډه کې وویل چې هېواد یې دې تړون ته متعهد دی او له دې امله غواړي چې زیاتې پېسې د خپل پوځ پیاوړي کولو ته ځانګړې کړي.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د ناټو په مقر کې د وینا پرمهال، د شمالي اتلانتیک د پوځي تړون پینځمې مادې ته د خپل تعهد په اړه خبرې نه وې کړې چې د ناټو په غړو کې یې اندېښنې پېدا کړې وې.

د ناټو تړون پينځمه ماده یوازې یو وار، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر امریکا د سپټمبر په یوولسمه تر تروریستي حملې وروسته، عملي شوې ده.