په چين او پاکستان کې چارواکي وايي، د داعش ډلې هغه ادعا څېړي چې په کې ويل شوي په بلوچستان ايالت کې دوه تښتول شوي چينايي ښوونکي وژل شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ نن وويل، حکومت هڅه کوي له پاکستاني چارواکو په دې اړه معلومات ترلاسه کړي.
د چين خبري اژانس سينهوا ويلي، پيکينګ د وژنې د دې راپور له کبله سخت اندېښمن شوى دى.
د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي، په دې اړه څېړنې کوي، خو تراوسه يې کوم مړى نهدى ترلاسه کړى.
داعش ډلې پرون د دوو چينايانو د وژنې ادعا وکړه، دغه چينايي وګړي، د مې مياشتې په وروستيو کې په بلوچستان ايالت کې تښتول شوي وو.