د ازبکستان ولسمشر د کابل او تاشکند ترمنځ د همکاريو د پراختيا لپاره د ګډ اقتصادي کمېسيون د جوړولو وړانديز وکړ.
پردې او نورو موضوعاتو د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو محمد اشرف غني او شوکت ميرضياييف ترمنځ په پرونۍ کتنه کې بحث وشو.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې دواړو رهبرانو د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه، سوداګرۍ، اقتصادي همکاريو او نورو موضوعاتو بحث وکړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهاى د همکارۍ سازمان په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللى دى. دغه غونډه چې پرون پيل شوې، نن هم دوام کوي.
ولسمشر پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم پر ځينو مسايلو خبرې کړې دي.
دواړو رهبرانو پر يو لړ همکاريو او د سرحدونو د کنټرول په اړه خبرې وکړې.