د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٤٤ دولت ضد وسلهوال وژل شوي دي.
د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه وسلهوال په کونړ، کاپيسا، پکتيا، لوګر، خوست، غزني، کندهار، زابل او نورو ولايتونو کې وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د عامه چارو عمومي مدير ډګروال محمد اسحاق پيمان ازادي راډيو ته وويل:
"د اتلسو پلان شويو عملياتو په نتيجه کې ٤٤ تروريستان په دغو ولايتونو کې وژل شوي، له دې جملې د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د قوماندان امانالله په نوم د دوى مشر هم په وژل شويو کې شامل دى. "
دفاع وزارت وايي، د ملي اردو په دغو عملياتو کې ٢١ نور تروريستان ټپيان شوي هم دي.