ارزګان کې له ۶۸۵ زده کونکو د کانکور ازموینه واخېستل شوه

د افغانستان په سویلي ولایت ارزګان کې نن د جمعې په ورځ د ۶۸۵ ښځینه او نارینه زده‎کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخېستل شوه.

د ارزګان ولایت د پوهنې سرپرست رئیس عبدالرازق وفا ازادي راډيو ته وویل چې دغه زده‎کونکي د ارزګان ولایت د مرکز او ولسوالیو له عالي لېسو څخه فارغ شوي کسان دي چې ۶۱ يې ښځینه او پاتې ۶۲۴ يې نارینه دي.

نوموړی وايي چې دغه پروسه به ډېره شفافه وي او هېڅ یو زورواکي ته به اجازه ونه‎کړي چې د شفافیت خنډ وګرځي.

په ورته وخت کې په یاده ازموینه کې ګډون‎کوونکې زده‎کوونکي خوښ دي او د شفافیت غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره په دغه ولایت کې له تېرو لسو میاشتو راهیسې د ۳۱۸ ښوونځیو نه یوازې ۷ ښوونځي فعال دي.