د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش ادعا کوي چې هغه دوه چینیایان یې وژلي چې د مې د میاشتې په پای کې یې په بلوچستان ایالت کې تښتولي وو. دې ډلې تیره ورځ د دې وژنې په اړه یوه ویډیو خپره کړه.
دا دوه چینیانیان یو ښځه او سړی وو چې په کوټه کې یې د اردو ژبه زده کوله او همدارنګه یې د چینايي ژبې تدریس هم کاوه. دوی له کوټې څخه تښتول شوي وو.
د دې کسانو د وژل کېدو خبر څو ساعته وروسته له هغې خپور شو چې پاکستان په دې سیمه کې د سخت دریځو پرضد د عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
د چین خبري اژانس سینهوا نن وویل، پیکینک د دې دوو کسانو د وژل کېدو په اړه ډېر اندېښمن دی او د اسلامي دولت د وسلهوالې ډلې د دې ادعا د سپیناوي لپاره د پاکستاني چارواکو سره کار کوي.