"م.م"د قطر او خلیج د کړکېچ د حل منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس د قطر او د خلیج د نورو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیک کړکېچ د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.

د ګوترس ویاند سټیفن دویاریچ پرون وویل، ګوترس د سیمې له هېوادونو غواړي چې د دې کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي او پرځای یې د خپلو اختلافونو د حل لپاره هڅه وکړي.

سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو د جون په پنځمه نېټه په دې تور چې دوحه د افراطي اسلامپالو او ایران ملاتړ کوي، له قطر سره ډیپلوماټیک اړیکې پرې کړل. قطر دا تورونه بې بنسټه بللي دي.

سپینې ماڼۍ پرون وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په منځني ختیځ کې د امریکا له ټولو متحدانو سره خبرو ته دوام ورکړي څو د قطر او څو عربي هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک بحران حل کړي.

مصر پرون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنه وکړه چې پر قطر هغه لګول شوي تورونه وڅېړي چې ګنې د دې هېواد حکومت د سلطنتي کورنۍ د څو تښتول شویو غړو د خلاصون لپاره په عراق کې یوې فعالې تروریستي ډلې ته تر یو میلیارد ډالرو پورې پیسې ورکړي دي.