د هرات سوداګر او صنعتکاران وايي، ناامنیو یې د کاروبار وضعیت خراب کړی دی. دوی پرون په هرات ښار کې په خپله غونډه کې له دې کبله اندیښنه څرګنده کړه.
د هراتي سوداګرو په استازیتوب عبدالمتین قلندري وویل:
"امنیتي وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي. پانګهوال نهشي کولای چې په دې ډول شرایطو کې پانګونه وکړي. هره ورځ اختطافونه وینو، ګواښونه وینو او ګورو چې چاودنې کېږي. "
د هرات امنیه قوماندان محمدایوب انصاري په هرات کې امنیتي ګواښونه تائیدوي خو وايي، امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګښت لپاره هڅه کوي.