غني نن جمعه د شانګهای غونډه کې د ترورېزم ضد پر هڅو تمرکز کوي

تمه ده چې ولسمشراشرف غني به نن د شانګهای د همکارۍ د سازمان په اولسمه غونډه کې د وینا پرمهال د ترورېزم پرضد د مبارزې پر هڅو تمرکز وکړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل او ویې ویل:

"ولسمشراشرف غني به نن د شانګهای په غونډه کې هر اړخېزه وینا وکړي. د ولسمشر د وینا مهم ټکي به په افغانستان کې د نړیوال ترورېزم پرضد مبارزه او د افغانستان ثبات به وي. "

ولسمشر غني د چهارشنبې ورځې په ماښام د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د ګډون په مقصد د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.

د دې غونډې په حاشیه کې افغان ولسمشرله خپل چینايي سیال سره هم وکتل.

شي جین پینګ په دې کتنه کې وویل، هېواد یې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخېزې غونډې کوربه توب ته چمتو دی.