هرات کې لومړۍ درجه امنیتي احضارات نیول شوي

د هرات امنيه قوماندان وايي په ښار او شااوخوا سیمو کې د جدي امنیتي ګواښونو له امله يې د لومړۍ درجې احضارات اعلان کړي دي.

محمد ایوب انصاري نن ازادي راډیو ته وویل دوی ته راپورونه رسېدلي چې درې ځانوژونکي په هرات ښار کې د موټر بم چاودونو په هدف داخل شوي دي.

د هرات د امنيه قوماندان تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د هرات د جامع جومات په شمالي دروازه کې یوې چاودنې اتنه کسان ووژل او ۱۴ نور يې ژوبل کړل.