افغان حکومت: تمه ده شانګهای سازمان د ترورېزم ګواښ درک کړي

افغان حکومت وايي، تمه لري چې د شانګهاي د همکارۍ سازمان به د ترورېزم ګواښ درک کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د شانګهاي د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې نن د قزاقستان په مرکز استانه کې جوړېږي د کابل پروسې د ګډونوالو ونډه به په افغانستان کې د سولې او ثبات له هڅو سره مرسته وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"افغانستان تمه لري چې د سیمې هیوادونه او د شنګهاي غړي د ترورېزم د ګواښ پراختیا درک کړي او له یو بل سره په همکاري او اجماع ددې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي."

افغان چارواکو ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د شنګهاي د همکارۍ سازمان د سرمشریزې په څنډو کې د روسيې، چین او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره جلا جلا کتنې وکړي.